دستار پښتو حجره  Destaar Pashto Hujra :سر پاڼه: دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra
 د پښتو د مینه والو حجره 
 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونلټون   د غړو لسټد غړو لسټ   کاروونکو ډلهکاروونکو ډله 
 نوم ثبتولRegisterنوم ثبتولRegister   ننوتنهننوتنه 
Web hosting
اوسنے وخت،زيارت، جولائ 29, 2010 1:50 pm دے
ټول وختونه UTC + 0
نا لوستلې ليکنې
ناځواب شوې ليکنې اوګورئ
تګ راتګ
د حجرې لار ښود
پورټل
حجره
ښکته کول
بي،بي کوډ
دحجرې تګلاره
ډير ځليزې پوښتنې

پخیر راغلې
دغړي نوم:


پټ تورے:

 ما یاد اوساته 

Forgotten_password
کۀ تاسو غړی نه یایئ نو باید ځان راسره غړے کړئ

لټون


ژور لټون

څوک آنلاین دی



 

Statistics

اړیکې
فیروز آفریدی بلاګ
اردو ټیکنالوجی بلاګ
حضرو شهر
لر او بر ۔ افغانستان
حجره او مجلس
عمر زئ فورم
نوکیا افریدی بلاګ
اردو محفل
ملګری پښتانه
مسافر ډاټ کوم
خیبر آرګ
پښتو آرګ
بټ خیله
زون پی کے
چک دره
تیمر ګره

 پورټل » سرپاڼه » ډېرځليزې پوښتنې
ډېرځليزې پوښتنې
نوم ثبتولو اؤ غړيتوب تر لاسه کولو په حقله
زه ولې نه شم داخيلدے؟
غړيتوب تر لاسه کول ولې ضروري دي؟
زه په خپله بهر ولې اوځم؟
زۀ خپل ځان څنګه پټ اوساتم؟
مانه خپل پټ تورے هير شو
ما غړيتوب تر لاسه کړے دے خو په ننوتو کښې ستونزه لرم؟
ما په مخکښې غړيتوب ترلاسه کړے وۀ خو اوس نه شم ننوتے

د غړي غوره توب او معلومات
زه خپل غوره توب څنګه بدل کړم؟
ورکړلے شوے وخت سم نه دے؟
ما خپل وخت د ځائ سيمه په وخت بدل کړو خو زما وخت تر اوسه سم نه دے؟
زما ژبه په لسټ کښې نشته؟
زه خپل د غړي نوم لاندې انځورګے څنګه اوښايم؟
زه خپله درجه څنګه بدله کړم؟
کله چې زه چا بل غړي ته بريښنا ليک ليږل غواړم نو مانه پټ تورے غوښتلے شي؟

د ليکنو ثبتولو په حقله ؟
فورم کښې نوې ليکنه څنګه ثبت کړم؟
زه په ليکنه کښې بدلون يا د سره يې څنګه ختمه کړم؟
زه په خپله ليکنه کښې لاس ليک څنګه مل کړم؟
زه رائ شميره څنګه اوکړم؟
زه په رائ شميره کښې بدلون يا د سره يې څنګه ختمه کړم؟
زه فورم ته ولې نه شم ننوتے؟
زه په رائ شميره کښې ولې رائ نه شم ورکولے؟

د ليکنو جوړښت او ډولونه
BBCode څه وي؟
آيا زه د HTML استعمال کولے شم؟
خندنيز څه وي؟
آيا زه عکسونه ليږلے شم؟
خبرتياوې څه وي؟
نښتې ليکنې څه وي؟
جرنده ليکنې څه وي؟

د غړو درجې او ډلې
ناظم څه وي؟
چلونکے څه وي؟
د کاروونکو ډلې څه وي؟
زه د ډلې غړے څنګه جوړ شم؟
زه د کاروونکو ډلې چلونکے څنګه جوړ شم؟

ذاتي پيغامونه
زه ذاتي پيغامونه نه شم استولے؟
ماته ناپکاره ذاتي پيغامونه راستول کيږي؟
په دې فورم کښې ماته ناوړه يا کرکجن بريښنا ليک راستول کيږي؟

د phpBB پښتو ترجمه
د phpBB دا ژباړه چا ترسره کړې ؟

د عمومي معلوماتو په حقله؟
دا فورم تخته چا جوړه کړه؟
په دې کښې X ولې شامل نه دے؟
ددې فورم تختې غلط استعمال په وخت دې بايد چاسره اړيکه اوشي؟

اټيچمنټ يا مل شوي فائلونه
زۀ فائل څنګه مل کړم؟
ليکنه ثبت کولو نه پسته څنګه فائل مل کړم؟
مل شوے فائل څنګه وران کړم؟
په فائل تبصره څنګه تازه کړم؟
زما مل کړل شوے فائل په ليکنه ولې نه ښکاريږي؟
زۀ ولې فائل نشم مل کولے؟
ماسره اجازه شته خو بيا هم فائل ولې نشم مل کولے؟
زۀ مل شوي فائلونه ولې نشم ورانولے؟
زۀ مل شوي فائلونه ليدلے يا ښکته کولے ولې نشم؟
زۀ د ناوړه يا غير قانوني مل شوي فائلونو په باب چا سره تماس اونيسم؟

 

نوم ثبتولو اؤ غړيتوب تر لاسه کولو په حقله
زه ولې نه شم داخيلدے؟
آيا تاسو غړيتوب تر لاسه کړے دے؟ داخيلدو نه مخکښې غړيتوب ترلاسه کول ضروري دي . آيا په تاسو باندې په فورم کښې بنديز خو نشته؟ که داسې وي نو تاسو د فورم مشر يا ناظم سره تماس اونيسۍ . که تاسو غړيتوب تر لاسه کړے دے اؤ بيا هم فورم ته نه شئ داخيلدے نو خپل د غړي نوم او پټ تورے بيا اوليکئ . که بيا هم ستاسو ستونزه حل نه شي نو د فورم د مشر يا ناظم سره تماس اونيسئ
بيا سر ته
غړيتوب تر لاسه کول ولې ضروري دي؟
دا په ټولو موقعو ضروري نه دي، دا د فورم مشر خوښه ده چې آيا تاسو له خپلې ليکنې ثبت کولو له غړيتوب ترلاسه کول ضروري دي اؤ که نه . خو غړيتوب تر لاسه کولو کښې ډيرې فائدې ستاسو په ولقه کښې راشي کومې چې ميلمانه نه شي تر لاسه کولے، د مثال په توګه تاسو نوم سره انځورګے ورکؤلے شئ، ذاتي يا شخصي پيغامونه اؤ نورو غړو ته بريښنا ليک ليږلے شئ، د کاروونکو ډلو کښې برخه اغيستلے شئ. اؤ داسې نور . غړيتوب تر لاسه کولو کښې څو ثانيې لګي او داسې کولو باندې ستاسو ډاډګيرنه کيږي .
بيا سر ته
زه په خپله بهر ولې اوځم؟
که تاسو داخيلدو په وخت (هر راتګ سره په خپله ننوتل) نوي ټاکلے نو تاسو به په فورم يو مقرر وخت پورې شامل يئ . داسې ځکه کيږي چې نور څوک دې ستاسو ذاتي معلومات نه شي ترلاسه کولے. تاسو د داخيلدو په وخت (هر راتګ سره په خپله ننوتل ) ټاکلے شئ ، خو که چرې تاسو د اولسي ځاے نه داخليږئ نو داسې کول زمونږ په نظر ښه نه دي .
بيا سر ته
زۀ خپل ځان څنګه پټ اوساتم؟
خپل پېژنڅېرې ته لاړ شئ او بايد زما آنلاين دريځ پټ اوستائ اوټاکئ داسې کولو سره يوازې د فورم مشران يا ناظمان تاسو ليدلے شي يا تاسو په خپله خپل ځان . او تاسو به په فورم پټ ښکارئ .
بيا سر ته
مانه خپل پټ تورے هير شو
فکر مه کوئ . ستاسو پټ تورے خو بيا نشي ترلاسه کيدے خو دابدليدے شي . داسې کولو له بايد د ننوتو پاڼې ته لاړ شئ او مانه پټ تورے هير دے باندې کليک اوکړئ او په ټوله لار ښوونه عمل اوکړئ .
بيا سر ته
ما غړيتوب تر لاسه کړے دے خو په ننوتو کښې ستونزه لرم؟
اول تاسو دا خبره په ډاډ کړئ چې تاسو خپل د غړي نوم او پټ تورے سم ليکلے دے، که داسې ده نو بايد دوه خبرې کيدے شي . که COPPA کارن دے او تاسو ١٣ کالو يا کم عمر باندې کليک کړے دےنو تاسو له به بايد په ورکړلے شوې لارښوونه عمل کول وي . که داسې نه وي نو تاسو له به خپل غړيتوب فعاله کول وي . په ځينو فورمونو د غړيتوب فعاله کولو ضرورت وي يا خو د فورم د مشرانو له خوا يا دا نورو غړو له خوا . په داسې صورت کښې تاسو له د نوم ثبتولو په وخت خبر درکړلے شي چې د غړېتوب فعاله کول ضروري دي . که تاسو له بريښنا ليک درليږل شوے وي اؤ په لارښوونې عمل کولو ته اړتيا وي نو بايد عمل پرې اوکړئ او که تاسو له بريښنا ليک نه وي رسيدلے نو دا خبره په ډاډ کړئ چې آيا تاسو سم پريښنا ليک پته ورکړې ده . که تاسو باور لرئ چې بريښنا ليک سم دے او بيا هم هېڅ پريښنا ليک نه دے راغلے نو د فورم مشر يا ناظم سره تماس اونيسئ .
بيا سر ته
ما په مخکښې غړيتوب ترلاسه کړے وۀ خو اوس نه شم ننوتے
ددې خبرې انديښنه ده چې تاسو بايد غلط نوم يا پټ تورے ليکلے دے، د غريتوب ترلاسه کولو په وخت چې مو کوم بريښنا ليک ورکړے وۀ بايد هغه بيا اوګورئ . دا هم کيدے شي چې د فورم مشر يا ناظم ستاسو غړيتوب ختم کړے وي . که داسې وي نو کيدے شي تاسو هېڅ ليکنه نه وي ثبت کړي؟ په عمومي توګه داسې په ډيرو فورمونو کښې کيږي چې د داسې کاروونکو غړيتوب ختم کړلے شي چې د ډيټا بيس ځائ اوزګار شي . په داسې صورت کښې تاسو دوباره غړيتوب تر لاسه کولے شئ .
بيا سر ته

د غړي غوره توب او معلومات
زه خپل غوره توب څنګه بدل کړم؟
که تاسو غړي يئ نو ستاسو ټول غوره توب په ډيټا بيس کښې خوندي دے . ددې بدلولو له په پېژنڅېره کليک اوکړئ . په عمومي توګه دا د پاڼې په سر کښي وي . هلته تاسو خپل ټول غوره توب او معلومات بدلولے شئ .
بيا سر ته
ورکړلے شوے وخت سم نه دے؟
ورکړلې شوي وختونه کله کله سم نه وي . که ستاسو د سيمې وخت د څرګنده وخت سره سمون نه خوري نو تاسو له به بايد خپلې پېژنڅېره کښي وخت بدلول وي ، او خپل وخت به د ځائ وخت سره سمول وي لکه چې پيښور، اسلام آباد، لندن، نيو يارک کابل وغيره . يوازې ثبت شوي کسان څرګنده وخت له ځائ وخت سره سمون ورکولے شي، که تاسو غړي نه يئ نو ښه به وي چې تاسو غړيتوب ترلاسه کړئ.
بيا سر ته
ما خپل وخت د ځائ سيمه په وخت بدل کړو خو زما وخت تر اوسه سم نه دے؟
که تاسو خپل وخت د ځائ سيمه په وخت بدل کړو او بيا هم سم نه ښکاري نو کيدے شي چې داسې د ورځې رڼا خوندي کولو نظام له کبله وي کوم چې په امريکه، برطانيه او په څو نورو ملکونو کښې کارول کيږي. دا فورم په داسې ډول نه دے ترتيب شوے چې په اوړي، ژمي کښې د وخت يوې ګنټي توپير اوکړي .
بيا سر ته
زما ژبه په لسټ کښې نشته؟
د دې دا سبب کيدے شي چې يا خو د فورم ناظم ستاسو ژبه په فورم کښې نه ده اچولې يا تر اوسه ستاسو په ژبه ترجمه نشته . د فورم ناظم نه تپوس اوکړئ چې آيا کومه ژبه چې تاسو غواړئ هغه په فورم کښې شته اؤ که نه، که تاسو د ژبې ترجمه کول غواړئ نو مونږ ستاسو ډاډګيرنه کوو. د ترجمې په حقله نور معلومات تاسو د phpbb ويب سايټ نه تر لاسه کولے شئ .
بيا سر ته
زه خپل د غړي نوم لاندې انځورګے څنګه اوښايم؟
هر کله چې تاسو پيغام ګورئ نو دوه رنګه عکسونه ستاسو د غړي نوم لاندې کيدے شي، يو ستاسو اعزازي عکس چې د ستورو يا ډبو په شکل کيدے شي وي، کوم چې ستاسو درجه چې د ليکنو ثبت کولو له عمله مو ترلاسه کړې وي څرګندوي. يا بل لږ غټ عکس ښودل شوے وي چې په عمومي توګه دا د هر غړي بيل بيل وي، تاسو دا په پېژنڅېره کښې ټاکلے شئ . که تاسو دا عکس نه شئ کارولے نو داسې به د فورم ناظم کړي وي تاسو بايد نور معلومات د ناظم نه تر لاسه کړئ .
بيا سر ته
زه خپله درجه څنګه بدله کړم؟
په عمومي توګه تاسو خپله درجه په خپله نه شئ بدلولے ، دا زيات تر د غړو د ليکنو د ثبت کولو سره سمون لري، کوم چې د ليکنو په شميره ترلاسه کيږي . د ناظمانو او چلونکو خاص درجې وي کومو ته چې مونږ خاص درجه يا اعزاز وايو . مهرباني اوکړئ او يوازې خپله درجه لوړه کولو له بې مطلبه ليکنې مه ثبت کوئ چېرته داسې او نه شي چې ناظم يا چلونکي مو د ليکنو شمير ټيټ کړي .
بيا سر ته
کله چې زه چا بل غړي ته بريښنا ليک ليږل غواړم نو مانه پټ تورے غوښتلے شي؟
دا ځکه چې ثبت شوي غړي يې بايد بل غړي له بريښنا ليک ليږلے شي، داسې د نورو غړو ځاني معلومات د نورو نه پټ ساتلو له شوي دي .
بيا سر ته

د ليکنو ثبتولو په حقله ؟
فورم کښې نوې ليکنه څنګه ثبت کړم؟
بيخي اسان . تاسو د فورم يا د ليکنې په مناسب ځائ کليک اوکړئ، ليکنه ثبتولو نه اول به کيدے شي تاسو له نوم ثبتول ضروري وي، د ليکنې ثبتولو اسانتياوي په فورم يا د ليکنې په لاندې برخه کښې ورکړلے شوي وي . list)
بيا سر ته
زه په ليکنه کښې بدلون يا د سره يې څنګه ختمه کړم؟
که تاسو د فورم څارونکي يا چلونکي نه يئ نو يوازې خپلې ليکنې بدلولے يا د سره ختمولے شئ، تاسو که په ليکنه بدلون غواړئ نو تدوين باندې کليک اوکړئ او په خپل پيغام بدلون راوستے شئ، که ستاسو ليکنه ځواب شوي وي نو تاسو ته به د پيغام لاندې ښکاري چې څو ځله دې ليکڼي ته بدلون ورکړلے شوے دے. که تاسو ليکنه ځوابيدو نه وړاندې داسې کوئ يا د فورم چلونکي داسې کوي نو دا ليکل به نه ښکاري. خو د فورم چلونکي دا مسئوليت/ذمه واري لري چې څرګنده دې کړي چې داسې يې ولې کړي دي، عام غړي د چا ځواب ورکولو نه پسته ليکنه نشي بدلولے .
بيا سر ته
زه په خپله ليکنه کښې لاس ليک څنګه مل کړم؟
داسې کولو نه وړاندې به بايد تاسو له لاس ليک جوړول غواړي . که تاسو لاس ليک جوړ کړے وي نو (لاس ليک مل کړئ) اوټاکئ . تاسو ټاکل شوے لاس ليک هم کارولے شئ او لاس ليک د هرې ليکنې سره مل کيدو څخه بندولے هم شئ .
بيا سر ته
زه رائ شميره څنګه اوکړم؟
رائ شميره ترتيبول ډير اسان دي . آيا که تاسو نوې ليکنه ثبتوئ يا د ليږل شوې ليکنې کښې بدلون راولئ نو تاسو ته به رائ شميره پيل کړئ ښکاريږي، که نه ښکاريږي نو د دې مطلب دے تاسو ته د رائ شميره چلولو اختيار نشته، تاسو بايد د رائ شميرې سرليک اوټاکئ او لږ تر لږه دوه پوښتنې اوکړئ په کومو چې به نور غړي خپله رائ څرګنده کړي . داسې کولو له په جوابي ليکنه کليک اوکړئ . تاسو رائ شميرې ته حد هم ټاکلے شئ تاسو ته به هلته ډير غوره توبونه ښکاره شي .
بيا سر ته
زه په رائ شميره کښې بدلون يا د سره يې څنګه ختمه کړم؟
لکه د ليکنو په شان رائ شميره هم يوازې پيل کوونکے، ناظم يا چلونکے بدلولے يا ختمولے شي . په رائ شميره کښې بدلون له، په ليکنې کښې په تدوين کليک اوکړئ. که چا په رائ شميره کښې تر اوسه برخه نه وي اخيستي نو تاسو دا بدلولے يا ختمولے شئ خو که چا خپله رائ ورکړې وي نو بيا يوازې ناظم يا چلونکے تدوين يا ختمول کولے شي، داسې دې له کيږي چې څوک دې د رائ شميرې په وخت بدلون سره په نتيجه اثر او نه غورځولے شي .
بيا سر ته
زه فورم ته ولې نه شم ننوتے؟
څه فورمونه خاص غړو يا ډلو د پاره وي، دې کښې لوستل يا ليکل کولو له تاسو ته د اجازې ضرورت کيدے شي، تاسو بايد د ناظم يا چلونکي سره تماس اونيسئ .
بيا سر ته
زه په رائ شميره کښې ولې رائ نه شم ورکولے؟
يوازې ثبت شوي کسان يي په رائ شميره کښې برخه اغيستے شي، که تاسو غړي يئ او بيا هم رائ نه شئ ورکولے نو کيدے شي تاسو ته اجازه نه وي .
بيا سر ته

د ليکنو جوړښت او ډولونه
BBCode څه وي؟
BBCode, د HTML په خاص توګه استعمال ته ويلے کيږي. ددې په فورمونو کارول د ناظم په خوښه وي .تاسو دا په خپله هر ليکنې کښې هم ناکارن کولے شئ .BBCode تر ډير حده پورې HTML سره سمون لري . په دې کښې ټيګونه په داسې بريسونو کښې تړل کيږي [اؤ] اؤ دا په فورم کښې څه څيز په بهتره سمبالښت سره ښودل کيدو کښې د فائدې وړ وي . د BBCode په اړه نور معلومات او لارښوونه تاسو د ليکنو ثبتولو پاڼې نه تر لاسه کولے شئ .
بيا سر ته
آيا زه د HTML استعمال کولے شم؟
دا د فورم ناظم په خوښه ده چې آيا دا يې اجازه کړے که نه.که اجازه وي نو تاسو ليدلے شئ چې تاسو د ټولو ټيګونو استعمال نه شئ کولے . دا د امنيت له کبله داسې دي چې غړي دې د داسې ټيګونو استعمال اونه کړي چې فورم ته يا سانچې ته د تاوان وړ وي يا د نورو نقصاناتو انديښنه وي . که HTML کارن دے نو تاسو يې ناکارن کولے شئ.
بيا سر ته
خندنيز څه وي؟
خندنيز وړے وړے څيرې وي کوم چې تاسو خپل جذبات څرګندولو له د کوډ په توګه کارولے شئ. :) خوشحالئ له :( خفګان له کارول کيږي . خو تاسو کوشش کوئ چې د دوي استعمال دې لږ تر لږه وي ځکه چې د دوي په کارولو په پيغام لوستلو کښې ستونزه رامېنځ ته کيدے شي او ناظم له بايد ټوله ليکنه ورانول پرېوتے شي.
بيا سر ته
آيا زه عکسونه ليږلے شم؟
ولې نه، تاسو خپلو ليکنو کښې عکسونه مل کولے شئ خو په دې فورم کښې د خپل کمپيوټر نه عکسونه نه شئ مل کولے البته په انټرنيټ باندې چېرته چې عکس دے د هغې ځائ اوښايئ او مل يې کړئ لکه چې http://www.some-unknown-place.net/my-picture.gif تاسو د پټ توري امنيت لرونکي ځايونو څخه هم عکسونه نه شئ مل کولے لکه چې هوټ ميل يا ياهو.
بيا سر ته
خبرتياوې څه وي؟
اعلانونه يا خبرتياوې د مهم معلوماتو وړ وي . دې د پاره هغه ارومرو لولئ . خبرتياوې د پاڼي په پورته برخه کښې وي . آيا تاسو داسې خبرتياوې ليکلے يا ثبت کولے شئ ددې خبرې خوښه د ناظم ده چې تاسو ته يې اجازه کړې اؤ که نه . د فورم ناظم داسې اجازه ورکولو اختيار لري.
بيا سر ته
نښتې ليکنې څه وي؟
نښتې ليکنې د خبرتياوو ليکنو نه ښکته وي او يوازې په سر پاڼه وي . په عمومي ډول داسې ليکنې د خپلو مواد په لحاظ د لوستلو وړ وي نو داسې ليکنې هم ضرور لولئ .
بيا سر ته
جرنده ليکنې څه وي؟
جرنده موضوع ګانې يا خو ناظم يا چلونکو جرنده کړي وي په داسې موضوعګانو کښې تاسو ځوابي ليکنه نه شئ ثبت کولے او رايه په آټوماټک ډول بند شي . موضوع ګانې له ډيرو خبرو له کبله بنديدے شي.
بيا سر ته

د غړو درجې او ډلې
ناظم څه وي؟
داسې غړے چې په فورم تر ټولو نه زيات واک لري ناظم وي . ناظم څخه ډيړ اختيارونه وي لکه چې اجازت نامې ورکول، په غړو بنديز لګول، د غړو ډلي جوړول يا نور ناظمان يا چلونکي ټاکل، د فورم ټول واک اختيار د ناظم په لاس کښې وي .
بيا سر ته
چلونکے څه وي؟
چلونکے هغه غړے وي د چا کار چې د فورم سمبالښت وي . چلونکے په ليکنو بدولون يا د سره ختمولے يا جرنده کولے ، بيا پرانيستلے يا په غړو بنديز لګولو اختيار لري . په عمومي توګه چلونکے دا مسئوليت لري چې څوک دې په فورم کښې ناوړه ژبه نه کاروي يا توهينونکې، جګړه پارونکې اؤ کرکجنې ليکنې نه ثبت کوي .
بيا سر ته
د کاروونکو ډلې څه وي؟
د کاروونکو ډلي له لارې د فورم ناظمان د غړو ځېنې ډلې جوړولے شي . يو غړے په يو وخټ د ځېنو ډلو غړے جوړيدے شي او هر ډلې ته ځانګړې اجازت نامې ټاکل شوي وي . ناظمانو له داسې کول اسان وي چې مختلف غړي د فورم چلونکي کړي يا ورته د ذاتي فورمونو د چلولو اجازه ورکړي .
بيا سر ته
زه د ډلې غړے څنګه جوړ شم؟
د کاروونکو ډلې کښې ګدون له پاره د کاروونکو ډله باندې کليک اوکړئ . په ټولو ډلو کښې ګډون ممکنه نه وي ځکه چې څه دلې تړلي وي يا پټې وي، که ډله خلاصه ده نو تاسو په ډله کښي ګدون له خواست کولے شئ . داسې کولو له د ناظم اجازه ضروري وي او کيدے شي تاسو له دا هم څرګنده کول وي چې آيا تاسو په خاص ډله کښې ګډون ولې کول غواړئ .
بيا سر ته
زه د کاروونکو ډلې چلونکے څنګه جوړ شم؟
کاروونکو ډلې جوړول په لومړئ توګه د ناطم ذمه واري ده داسې چلونکے هم کولے شي، که تاسو د کاروونکو ډلې جوړولو کښې دلچسپي لرئ نو بايد دناظم سره تماس اونيسئ . تاسو د هغه سره تماس له پاره ذاتي پيغام ورلېږلے شئ .
بيا سر ته

ذاتي پيغامونه
زه ذاتي پيغامونه نه شم استولے؟
د دې درې سببه کيدے شي ، تاسو غړي نه يئ يا داخل نه يئ ، يا د فورم ناظم ذاتي پيغامونه ناکارن کړي دي، يا يې يوازې په تاسو د پيغامونو ليږلو بنديز لګول دے . که دريمه وجه وي نو بايد د فورم ناظم سره تماس اونيسئ چې داسې يې ولې کړي دي؟
بيا سر ته
ماته ناپکاره ذاتي پيغامونه راستول کيږي؟
په راتلونکي کښي مونږ داسې انتظام کولو والا يو چې کوم پيغامونه تاسو نه غواړئ د هغوي په راستونکو بنديز اولګوئ . خو که اوس تاسو ته داسې پيغامونه راستول کيږي نو د فورم چلونکو سره تماس اونيسئ . هغوي دا اختيار لري چې د چا په پيغامونو استولو دې بنديز اولګوي .
بيا سر ته
په دې فورم کښې ماته ناوړه يا کرکجن بريښنا ليک راستول کيږي؟
مونږ تاسو نه بخښنه غواړو، د بريښنا ليک فارم بڼه داسې کارول کيږي چې د ليږونکي ټول معلومات دې خوندي شي . تاسو د فورم ناظم ته پيغام واستوئ چې د راستول شوے پريښنا ليک ټول متن ورسره مل وي . دا ضروري ده چې د بريښنا ليک سرليک اؤ متن دې ورسره شامل وي. ددې وروسته به د نوموړي غړي پر ضد کاروايي اوکړے شي.
بيا سر ته

د phpBB پښتو ترجمه
د phpBB دا ژباړه چا ترسره کړې ؟
د phpBB دا ترجمه يو مشترکه کوشش دے . د مين لينګ ترجمه واجد حسين، جويريه مسعود او عبدالحميد ترسره کړې. د ډير ځليزو پوښتنو برخي ترجمه عبدالحميد ترسره کړې اؤ جويريه مسعود پرې دويم نظر اچولے اؤ تدوين يې کړے دے . تڼئ يا بټنې اور په ځېنو تکنيکي مسئلو راسره ساجد اقبال مرسته کړے او دا ټول پيکيج په پښتو ژبه راته ښاغلي نبيل نقوي چې د اردو محفل مشر دے چمتو کړے دے . مونږ به په دې ترجمه کښې وخت وخت سره بدلون راولو او دا به وخت په وخت تازه کوو . که تاسو ته په دې ترجمه کښې هېڅ قسمه نيمګړتيا ښکاري يا دا ترجمه د ښه کولو هڅه لرئ نو بايد مونږ سره تماس اونيسئ.
بيا سر ته

د عمومي معلوماتو په حقله؟
دا فورم تخته چا جوړه کړه؟
دا پوستکالے ( په خپل اصلي شکل کښې) phpBB Group جوړ کړے دے او ټول حقونه پر نوم phpBB Group محفوظه دي . دا د GNU لائسنس تر لاندې شايع شوے دے . نور معلوماتو له په ورکړلے شوي پته تماس اونيسئ .
بيا سر ته
په دې کښې X ولې شامل نه دے؟
دا پوستکالے phpBB Group شائع کړے دے . که تاسو پوهېږئ چې په دې کښې څه نيمګړتياوې دي نو په phpbb.com ورشئ او اوګورئ چې هلته د دې په اړه څه ويل شوي دي . مهرباني اوکړئ هلته د اضافي اسانتياوو په باب هېڅ مو ثبت کوئ، فورم اوګورئ کيدے شي ستاسو د پوښتنو ځواب مخکښې نه ويل شوے وي .
بيا سر ته
ددې فورم تختې غلط استعمال په وخت دې بايد چاسره اړيکه اوشي؟
تاسو د فورم ناظم سره تماس نيولے شئ ، که تاسو ته معلومه نه وي چې څوک ناظم دے نو چا چلونکي نه پوښتنه اوکړئ که بيا هم معلومه نه شوه نو د فورم مالک سره اړيکه اوکړئ . د phpBB Group دې فورم کښې هېڅ قسمه اختيار نه لري او په هېڅ صورت هېڅ قسمه مسئوليت په غاړه نه لري دې له کبله هغوي سره تماس نيسل بې سوده دے .
بيا سر ته

اټيچمنټ يا مل شوي فائلونه
زۀ فائل څنګه مل کړم؟
هر کله چې تاسو نوې ليکنه ثبت کوئ نو تاسو فائل مل کولے شئ ۔تاسو د ليکنه ثبت کولو بکس لاندې فائل مل کړئ ليدلے شئ ۔ کله چې تاسو د Browse... بټن کليک کړئ نو يؤ وړه کړکۍ به راپورته شي ۔ د فائل ځائې ته لاړ شئ او نوموړے فائل اوټاکئ او اوکے يا اوپن او يا څنګه چې ستاسو سيسټم سره سمون لري هغه ته ټک ورکړئ ۔ که تاسو د تبصرې په خانه کښې فائل سره تبصره ورکول خوښوئ نو په فائل تبصره به د مل شوي فائل د پاره د ژوندي لنک په توګه اوکارولے شي ۔ که تاسو تبصره نه ورکول غواړئ نو د فائل نوم به په خپله د ژوندي لنک په توګه استعال کړلے شي ۔ که د حجرې ناظم اجازه کړې وي نو تاسو ځنې فائلونه د پورته ښودل شوې په طريقه مل کولے شئ تر هغې چې تاسو د اجازه شوي شمېرې ته اورسيږئ.

د حجرې ناظم په حجره کښې د فائل مل کولو د پاره خاص ايکسټينشن او د فائل سائز حد ټاکلے وي ۔ داخبره پام کښې ساتئ چې دا ستاسو ذمه واري ده چې بايد له دې حد نه سر غړونه اونکړئ او کۀ چرې تاسو له دغې کړنلارو نه سر غړونه اوکړه نو ستاسو مل شوے فائل به بغير له څۀ خبردارۍ وران کړلے شي.

مهرباني اوکړئ او دا خبره پام کښې کړئ چې د حجرې خاوند، ناظم ، چلونکے يا څاروونکي به ستاسو د وران کړل شوي يا ورک شوي فائل هيڅ قسمه مسئوليت په غاړه نه لري.
بيا سر ته
ليکنه ثبت کولو نه پسته څنګه فائل مل کړم؟
ليکنه ثبت کولو نه پسته تاسو خپله ليکنه تدوينولے شئ او بايد پورته ښودل شوې طريقه تکرار کړئ ۔ کله چې تاسو د لــېږل بټن کليک کړئ نو نوے فائل به مل شي
بيا سر ته
مل شوے فائل څنګه وران کړم؟
مل شوے فائل ورانولو له بايد ليکنه تدوين کړئ او کوم فائل چې ورانول غواړئ د هغې مخې ته مل شوے فائل وران کړئ کليک کړئ نو په مل شوي فائلونه بکس به فائل وران شي کله چې تاسو د لــېږل بټن کليک کړئ نو فائل به وران شي.
بيا سر ته
په فائل تبصره څنګه تازه کړم؟
په فائل تبصره تازه کولو له به بايد خپله ليکنه تدوينوئ، په فائل تبصره کښې متن تدوين کړئ او په تبصره تازه کړئ کليک کړئ نو په مل شوي فائلونه ، په بکس کښې به ستاسو ليکنه تازه شي لــيږل کليک کولو سره به ستاسو ليکنه او په فائل تبصره تازه شي
بيا سر ته
زما مل کړل شوے فائل په ليکنه ولې نه ښکاريږي؟
کيدے شي په حجره کښې ستاسو د فائل ايکسټينش اجازه ختمه کړل شوي وي او يا ناظم يا چلونکي دې له کبله له مېنځه ويستي وي چې د حجرې تګلارې سره سمون نه لري.
بيا سر ته
زۀ ولې فائل نشم مل کولے؟
په بعضو حجرو کښې بايد څۀ غړي يا ډلې د فائل مل کولو اجازه لري، فائل مل کولو له تاسو خاص اجازې ته اړتيا لرئ، يوازې د حجرې ناظم يا خاوند د اجازه ورکولو واک لري ، تاسو بايد هغوۍ سره تماس اونيسئ
بيا سر ته
ماسره اجازه شته خو بيا هم فائل ولې نشم مل کولے؟
د حجرې ناظم په حجره کښې فائل مل کولو له د فائلونو ايکسټينشن او سائز يؤ خاص حد ټاکلے وي ، کيدے شي ناظم يا چلونکي ستاسو اجازه بدله کړې يا ختمه کړې وي ۔ تاسو بايد د تيروتنې په پيغام کښې تفصيل ترلاسه کولے شئ ۔ په بل صورت تاسو د ناظم يا چلونکي سره تماس اونيسئ.
بيا سر ته
زۀ مل شوي فائلونه ولې نشم ورانولے؟
په بعضو حجرو کښې د مل شوو فائلونو ورانولو اجازه خاص کاروونکي يا ډلې لري ۔ مل شوے فائل ورانولوو له تاسو خاص اجازې ته اړتيا لرئ، يوازې د حجرې ناظم يا چلونکے د اجازې ورکولو واک لري تاسو بايد هغوۍ سره تماس اونيسئ
بيا سر ته
زۀ مل شوي فائلونه ليدلے يا ښکته کولے ولې نشم؟
په بعضو حجرو کښې د مل شوو فائلونو ليدلو يا ښکته کولو اجازه خاص کاروونکي يا ډلې لري ۔ مل شوے فائل ليدلو يا ښکته کولو له تاسو خاص اجازې ته اړتيا لرئ، يوازې د حجرې ناظم يا چلونکے د اجازې ورکولو واک لري تاسو بايد هغوۍ سره تماس اونيسئ
بيا سر ته
زۀ د ناوړه يا غير قانوني مل شوي فائلونو په باب چا سره تماس اونيسم؟
تاسو بايد د حجرې ناظم سره تماس اونيسئ، که تاسو د حجرې ناظم نشئ موندلے نو د چلونکو نه تپوس اوکړئ چې ناظم سره څنګه تماس نيسلے شئ، که تاسو بيا هم څۀ ځواب اونه موندو نو ويب پاڼې خاوند سره تماس اونيسئ ۔ که دا حجره يا ويب پاڼه په وړيا سروس چليږي لکه چې (e.g. yahoo, free.fr, f2s.com, etc.), نو د ناوړه کارونو مخنيوې سمبالښت کوونکې څانګې سره تماس اونيسئ ۔ دا خبره ياده لرئ چې د پي ايچ پي بي بي ډله ددې بورډ په استعمالونکو، چلونکو بيخي هېڅ قسمه کنټرول يا اختيار نه لرئ او دوي به هېڅ قسمه مسئوليت په غاړه نه لري ۔ دپي ايچ پي بي بي ډلې سره تماس نيسل بيخي بې سوده دے ۔ا و کۀ تاسو پي ايچ پي بي بي سره ددوۍ په پروګرامونه د دريمګړي کس د استعمال په باب تماس نيسۍ يا ئې څۀ قسمه قانوني کاروائي سره مخامخوئ نو تاسو به يا قهر جن ځواب سره يا بيخي بې ځوابه پاتې شئ .
بيا سر ته



Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

Forum with support of Syndicator RSS
[ Time: 0.0867s ][ Queries: 9 (0.0016s) ][ Debug on ]