دستار پښتو حجره  Destaar Pashto Hujra :سر پاڼه: دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra
 د پښتو د مینه والو حجره 
 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونلټون   د غړو لسټد غړو لسټ   کاروونکو ډلهکاروونکو ډله 
 نوم ثبتولRegisterنوم ثبتولRegister   ننوتنهننوتنه 

اوسنے وخت،نهې، جولائ 22, 2014 3:16 pm دے
ټول وختونه UTC + 0
نا لوستلې ليکنې
ناځواب شوې ليکنې اوګورئ
تګ راتګ
د حجرې لار ښود
پورټل
حجره
ښکته کول
بي،بي کوډ
دحجرې تګلاره
ډير ځليزې پوښتنې

پخیر راغلې
دغړي نوم:


پټ تورے:

 ما یاد اوساته 

Forgotten_password
کۀ تاسو غړی نه یایئ نو باید ځان راسره غړے کړئ

لټون


ژور لټون

څوک آنلاین دی



 

Statistics

اړیکې
فیروز آفریدی بلاګ
لواغر-اقبال همدرد
اردو ټیکنالوجی بلاګ
حضرو شهر
لر او بر ۔ افغانستان
حجره او مجلس
عمر زئ فورم
نوکیا افریدی بلاګ
اردو محفل
ملګری پښتانه
مسافر ډاټ کوم
خیبر آرګ
پښتو آرګ
بټ خیله
زون پی کے
چک دره
تیمر ګره

 پورټل » سرپاڼه » د پښتو ادب » د پښتو نثر
پښتو موسيقي
چلونکي: فيروز افريدي, يوسفزئ
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
پاڼه 1 د 2 [12 پېغامونه]   پاڼې ته ورځه: 1, 2 مخکښې
ليکوال پيغام
نرګس سيماب
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر


غړيتوب: 05 مارچ 2010
ليکنې: 699
ځائې: امريکه
 پښتو موسيقي

يو وخت وو چه موسيقي يو فن اؤ آرټ ګڼلے شو. خۀ خۀ اوازونه به د يو استاذ د يوي لوئ شاګردئ نه پس ميدان ته راووتل. بيا به يئ د ښۀ ښۀ شاعرانو کلامونه خلقو ته آوؤرول اؤ د خلقو روحونو به ترينه قرار بيا موندلو.
خو نن لکه د نورو شعبو دا شعبه هم يوه لوبه جوړه کٰړے شوي ده، دوه دري بي سره کسان به پخپله څۀ ووليکي بيا به د مشينونو په زور بيان کړي اؤ خلق به ورته هم تاؤ راتاؤ شي.

زۀ به نن د خپلي پښتو موسيقي په لړ کښي څۀ خبري ووکړم.
نن پښتو سندري اؤ ګډا څۀ ده...........يو طوفان دے . يوه سيلئ ده ،..........چه نه خو پښتو ده اؤ نه د پښتنو کلتور.
دا د پښتو موسيقي اؤ‌سندري داسي ده چه کله هم ، څوک هم، چرته هم غواړي پيل کړي. نه اواز ګوري، نه سر اؤ نه تال.
بيا ځمونږ پښتو کښي نن صبا د جينکو يو سيل راغلے دے، چۀ اول به په ميدانونو ګډيدلي، بيا د طالبانو له يري د موسيقي ميدان ته راغلي، دوئ ده موسيقي د الف ب نه هم نه دي خبر، نه اوازونه اؤ نه سر اؤ نه تلفظ لري، ولي ددوئ واحد پلس پوايئنټ ميک اپ اؤ يو اوټ پټانګ فيشن دے. اؤ چونکه ډيره موده پس پښتنو دومره لوئ شمير کښي جينکئ د کالو ډکي، اؤ جديد لباسونو کښي ليدلي دي نو په ځان نه پوهيږي.

دغه جديد دور کښي خه سندرغاړي وروستو پاتي کيدلو د ويري ځني پکښي هم غاړه کيښوده، مثالن رحيم شاه چه نازيه اقبال سره ډير باوقار طريقي سره سندري ويئلے اوس غريب بي سره اؤ فضول اواز لرونکو د ماضي ډمو سره عجيبه عجيبه حرکتونه کوي اؤ سندري وائ.
هغه زمان ظهير چه قميص پرتوګ اؤ واسکټ کښي اسما لتا سره د انډيا سندري وائ.
بيا شاز خان ته ګورئ چۀ غريب د يو پيرالائز مريض غوندي ګډا کوي.
بيا ځني سړي سندر غاړي خو لکه د سلطان راهي نيغ ولاړ وي ولي ښځي سندر غاړي لکه د انجمن اؤ نيلي په شان ګډيږي لکه طهير زمان اؤ زيک.

اؤ بيا اردو پښتو مکس سندري، لږه آګے پيچهے جاؤ، اؤ زلفي دي لهراؤ،جينئ زلفي دي لهراؤ.

بل اړخ ته اوور ايکټينګونه ،اوور ميک اپونه اؤ غير اخلاقي ګډاګانو د پښتنو اميج صفر ته راوستو. نن ماته هر کس دغه مقابله ګټلو په کوشش ښکاري.

ډير کم کسان دي چه خپل وقار يئ تر ووسه قائم ساتلے دے.
لکه همايون، بختيار، فضه، عرفان، ستاره يونس

بل طرف ته په سټيج د پنجاب د جينکو قبضه کيدونکي ده، اوس عرب ملکونو کيښي د پښتنو کلتوري طايئفي کښي د پنجاب ډانسري اؤ سندر غاړي شاملي وي. چه ځمونږ پښتني ډانسري غريباني هم د هغوي په مقابله کښي بي لستونړو لباسونه اچولي، مني بدنام هوئ ډارلنګ تيرے ليے باندي ډانسونه کوي.
نن که په سټيج د پښتنو د بينر لاندي سدره نور په لنګ کښي ګډيږي، فارسيواني په لنګوټي کښي، اؤ اسمالتا اردو تلفظ کښي پښتو سندري واي نو دا د چا نقصان دے. دا د چا کلتور خرابوي.
پښتو اکادمي د پاره دومره جنګ ووشو اؤ شکر دے چه ګټه هم په لاس شوه، اوس دا د پښتو کلتوري پرمختګ د چا ذمه داري ده.
خو داد دغه ټولګي خطا نه ده، نه ددي د پروموټ کوونکو. زکه چه مونږ اؤريدونکي اؤ کتونکي خو ورته هم سره د سپينو ټوپو، اؤ ګيرو په ګډا يو نو ځمونږ نوے نسل خو به دا هر څۀ صحيح ګڼي.
دا خو پريږده هغه واړه واړه ماشومان به مو هم ليدلي وي چه په دغه عمر کښي د عشق اؤ فراق سندري وائ، لکه دلراج، چه په دومره عمر کښي د نورجهان په څير ميک اپ اؤ کالي اغوسته وي اؤ پښي پښي سندري وائ. هغي ته هم خلقو خولي وازي نيولي وي.
ځانګړي محفلونه خو پريږده خيبر اؤ شمشاد چينلي هم دغه ټول خرافات ښاي.
کيدلے شي چه تاسي ځوانانو ته زما دا خبري هسي فضول ښکاري خو د اظهار د اذادئ لاندي مي تاسي ته د زړۀ دا خبري کول غوښتل.

هسي زۀ هم دا هر څۀ ګورم اؤ وخت مي پري خۀ تيريږي، خو بيا هم زړۀ کښي مي يو ازغي ښخيږي چۀ دا زما پښتنون کلتور، شاعري، اتڼ، تمبل، لباس اؤ جزبي نه په ګوته کوي.

مخکښي ورځو کښي راسره يوه پنجابي فاميل چا کره ملاؤ شو. ما ته ويئل پټهان ټو بهت ايډوانس هو ګئے هين، ما وئے کيسے ، هغوئ وے يوټيوب پر ان کے ګانے اور ډانس ديکهے هين. بيا م ورته ډير څۀ صفاياني وړاندي کړلي، چه دا ځونږ کلتور نه دے.
خو زړۀ کښي ډيره شرمنده ووم، چه د پښتنو ترقي د تعليم، ادب، ايجادات، اؤ نورو شعبو کښي نه دے شوے بلکه دغه ډنګه ډوچه کښي شوے دے.

ليکنهد ليکنې نېټه: نهې، مارچ 29, 2011 9:26 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 2871
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
Re: پښتو موسيقي

نرګس سيماب ليکلې:
...........هسي زۀ هم دا هر څۀ ګورم اؤ وخت مي پري خۀ تيريږي، خو بيا هم زړۀ کښي مي يو ازغي ښخيږي چۀ دا زما پښتنون کلتور، شاعري، اتڼ، تمبل، لباس اؤ جزبي نه په ګوته کوي............

نرګس بي بي، ښه او ښکلې خبرې مو ليکلي او په رښتيا په سوچ او فکر بنده مجبور کړي. مخکښې به لا چرته په سنيماګانو کښې دغه بېهوده شئيونه محدوده خلکو ليدل کتل اوس خو نېټ او يو ټيوب باندې د پښتو کلتور او رسم و رواج جنازه او وتله.
او ستاسو سره اتفاق دے چې دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده. بلکې د ميډيا بعض ارباب اختيار واله که چرته دې سائټ ته پېښه کوي، نو پکار ده چې د خپل وس مطابق په مېډيا کښې خپل کردار ادا کړي. نور خو څنګه چې تاسو وئيلي، دا زمونږه د ټولو ذمه واري ده زکه چې په دې کلتوري او رسم و رواج نقصان کښې زمونږه د ټولو څه نه څه کردار دے.

ليکنهد ليکنې نېټه: شورو، مارچ 30, 2011 2:45 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
نرګس سيماب
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر


غړيتوب: 05 مارچ 2010
ليکنې: 699
ځائې: امريکه
ولي دا زمونږ کلتور دے؟

خوګمن ليکلې:
نرګس سيماب ليکلې:
...........هسي زۀ هم دا هر څۀ ګورم اؤ وخت مي پري خۀ تيريږي، خو بيا هم زړۀ کښي مي يو ازغي ښخيږي چۀ دا زما پښتنون کلتور، شاعري، اتڼ، تمبل، لباس اؤ جزبي نه په ګوته کوي............

نرګس بي بي، ښه او ښکلې خبرې مو ليکلي او په رښتيا په سوچ او فکر بنده مجبور کړي. مخکښې به لا چرته په سنيماګانو کښې دغه بېهوده شئيونه محدوده خلکو ليدل کتل اوس خو نېټ او يو ټيوب باندې د پښتو کلتور او رسم و رواج جنازه او وتله.
او ستاسو سره اتفاق دے چې دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده. بلکې د ميډيا بعض ارباب اختيار واله که چرته دې سائټ ته پېښه کوي، نو پکار ده چې د خپل وس مطابق په مېډيا کښې خپل کردار ادا کړي. نور خو څنګه چې تاسو وئيلي، دا زمونږه د ټولو ذمه واري ده زکه چې په دې کلتوري او رسم و رواج نقصان کښې زمونږه د ټولو څه نه څه کردار دے.


ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، مارچ 31, 2011 12:34 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
اقبال همدرد
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 30 جون 2009
ليکنې: 2915
ځائې: کرک ، اسلام آباد پاکستان
نرګس جاني زما د زړۀ ترجماني دي کړي- مونږ ته دا هم پته ولګيده چي تاسو د هرڅۀ کتلي چي مونږ ئي هم ګورو او وخت تيرئ پري کوو-

خو زۀ به دا وايم چي د ټول د اے وې ټي خيبر او شمشاد کاندي دي چي د پښتنو کلتورپه نامه يو داغ دے-دوئ زمونږ د خوږي ژبے او خوږ کلتور داسي تشهير کوي چي مونږ ئي خپلي کورني سره په يو ځائي کتئ نشو-

پنجاب نه او ډم خانو نه جينئ راولي او ليبل پري د پښتاني ولګوي او بيا ئي دوبئ سټيج شو د بوځي او بيا جهانګير، اسمعيل شاهد دوئ پري لاسونه تاواوي او غريب مزدورکاران پري غولوي او مونږ ته ئي په سی ډی کښي راليږي چي دا وګورئ مونږ خو پښتو په انټرنيشنل سطح بهربهنډا کړه-

افسوس صد افسوس

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، مارچ 31, 2011 6:05 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
فيروز افريدي
Moderator
Moderator

غړيتوب: 07 جولائ 2007
ليکنې: 5769
ځائې: قطر
خائسه مضمون دے

يره سم راسم ئې کړه چې په راروانه ګڼه کښې ئې خپور کړو.
مننه
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تــا ســـره ژوند لاړو




ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، مارچ 31, 2011 3:21 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ بريښناليک اولېږئ    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 2871
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
خو يوه خبره ده چې د ميډيا او د نيټ د لاسه که نقصان شوے خو ډېر ښه ښه فنکاران/سندرغاړي هم اوپېژندلے شول، ګني نو چا ورته موقع ورکوله. لکه هغه يو صوفي صيب (نامه يې رانه اوس هېره ده) چې د غني خان، يوه ورځې يو صحرا ته....." يې وئېلې. او داسې نور ډېر..............Smile

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، مارچ 31, 2011 6:04 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 2946
ملګريو،

تاسو خو ټولو ښکلې خبرې کړې. نرګس خورې، ټاپ. پينځه دې يوړل!

که د پېښور دود د پنجاب تر اغزه لاندې دی نو د کابل د هندي فلمونو تر ډم لانډې تاوېږي. که نن اشوري رای لڼډه او کږه لمنه اخوندي. نو دا، دا مانا نه ورکي چې سبا به مېرمنې هم په کږو لمنو کښې راوځي.

او که رښتيا رانه وپښتئ، که هر څه وي بيا هم دا د پښتنو د مېرمنو فيصيدي چې په ښه توګه او په پرده کښې تاوېږي ډېره جګه ده په تناسب دې هند، پنجاب او پاړس.

کيسه را ياده شوه.
وايي:
چې يوه وري د لولې ترپ کړل او شا يې ښکاره شوه. وزې پورې وخندل چې شا دې ښکاره شوه. Laughing Laughing

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، مارچ 31, 2011 6:27 pm
وروستي ځل محمود په زيارت، مارچ 31, 2011 6:37 pm; باندې دا ليکنه تدوين کړه، ټولټال 4 ځله
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 2946
خوګمن ليکلې:
.....هغه يو صوفي صيب (نامه يې رانه اوس هېره ده) چې د غني خان، يوه ورځې يو صحرا ته....." يې وئېلې. او داسې نور ډېر..............Smile

خوګمن صيب دا کيسه خو ما نده اورېدلې. که يې وليکئ نو بنده به ډېره منــــــــــــــه درنه وکړي.

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، مارچ 31, 2011 6:35 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 2871
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
محمود ورور بخښنه غواړم، بس څه ورځې اوزګار نه ووم او ستاسو دا ليک مې اوس اوليدو.
زما خو دا خيال وو چې تاسو ټول چونکې د موسيقۍ سره زيات بلد يۍ نو کېدے شي پته وي درته ګني مخکښې به مې لنک ورکړے وو. زما په خيال د هغه صوفي صيب نامه عبدالولي اورکزۍ دے.
دا لاندې لنک دے د دغه سندرې. د رباب او مغربي موسيقۍ امتزاج ئې کړے خو خپل ځاني په ما ښه لږېدلے، باقي خو د هر چا خپله خوښه....Smile
ورټوپ کړه Youtube Download VideophpBB Plugin



ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، اپريل 04, 2011 3:43 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 2946
خوګمنه وروره، ډېره ډېره مننه. ښکاري په رښتيا هم ښه. دا ګيتار او رباب خو مې لا تر اوسه نه و ليدلي. خو غږ به يې وروسته واروم.

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، اپريل 04, 2011 4:59 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
وروستۍ ليکنې اوښايئ:   ترتيبول:   
پاڼه 1 د 2 [12 پېغامونه]   پاڼې ته ورځه: 1, 2 مخکښې
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
 پورټل » سرپاڼه » د پښتو ادب » د پښتو نثر
ورټوپ کړه:  

تاسو په دې فورم کښې نوې ليکنې نشئ کولے
تاسو په دې فورم کښې د موضوعګانو ځواب نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنېنشئ تدوين کولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنې نشئ ورانولے
تاسو په دې فورم کښې په رائې شميره کښې رائې نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې اټیچمنټ نشئ لیږلے
تاسو په دې فورم کښې فائلونه نشئ ښکته کولے


Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

Forum with support of Syndicator RSS
[ Time: 0.1060s ][ Queries: 19 (0.0067s) ][ Debug on ]