دستار پښتو حجره  Destaar Pashto Hujra :سر پاڼه: دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra
 د پښتو د مینه والو حجره 
 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونلټون   د غړو لسټد غړو لسټ   کاروونکو ډلهکاروونکو ډله 
 نوم ثبتولRegisterنوم ثبتولRegister   ننوتنهننوتنه 

اوسنے وخت،زيارت، اکتوبر 02, 2014 12:19 am دے
ټول وختونه UTC + 0
نا لوستلې ليکنې
ناځواب شوې ليکنې اوګورئ
تګ راتګ
د حجرې لار ښود
پورټل
حجره
ښکته کول
بي،بي کوډ
دحجرې تګلاره
ډير ځليزې پوښتنې

پخیر راغلې
دغړي نوم:


پټ تورے:

 ما یاد اوساته 

Forgotten_password
کۀ تاسو غړی نه یایئ نو باید ځان راسره غړے کړئ

لټون


ژور لټون

څوک آنلاین دی



 

Statistics

اړیکې
فیروز آفریدی بلاګ
لواغر-اقبال همدرد
اردو ټیکنالوجی بلاګ
حضرو شهر
لر او بر ۔ افغانستان
حجره او مجلس
عمر زئ فورم
نوکیا افریدی بلاګ
اردو محفل
ملګری پښتانه
مسافر ډاټ کوم
خیبر آرګ
پښتو آرګ
بټ خیله
زون پی کے
چک دره
تیمر ګره

 پورټل » سرپاڼه » بیلا بیل موضوعګانې » اومبارکي او زيري
وړوکې آختر مو امبارک شه
چلونکي: فيروز افريدي, يوسفزئ
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
پاڼه 1 د 2 [11 پېغامونه]   پاڼې ته ورځه: 1, 2 مخکښې
ليکوال پيغام
فيروز افريدي
Moderator
Moderator

غړيتوب: 07 جولائ 2007
ليکنې: 5785
ځائې: قطر
 وړوکې آختر مو امبارک شه
روزې تراويحې مو قبولې شه

ټولو مسلمانانو او پښتنو وروڼو خوئيندو ته د وړوکې اختر امبارکئ وايم .
او که چا سره څه تاؤ تريخوالائ راغلې وي او زړه بدي وي نو په دغه عظيم الشان موقع ترې د زړه د تل نه بخښنه غواړم.

فيروز


Click to see if image is largerغټ سائز کښې لیدلو له کلیک اوکړئ
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تــا ســـره ژوند لاړو




ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، ستمبر 29, 2008 9:15 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ بريښناليک اولېږئ    بيا سر ته 
کوشان
ځــــغــــلــنــد
ځــــغــــلــنــد


غړيتوب: 11 مارچ 2008
ليکنې: 282
ځائې: جرمني


و ټولو يارانو ته ښې چارې او سلامونه

زه هم د زړه له کومې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د وړوکي اختر په مناسبت تبريکي وړاندې کوم او د خدايانو خدای ته د دعا لاس پورته کوم چې د دې اختر په برکت دې د مسلمانانو په زړونو کې د نفرت او کرکې په ځای مينې ، محبت او عشق ځای په ځای کړي ِ

اختر مو بختور شهِ

په اخر کې مې غوښته دورمه ووايم چې اختر ته خو يواځې ملايان او ماشومان ډير خوشحاله وي ، ځکه هر څوګ دوۍ ته خپل خيراتونه او عيدانه ورکويِ

همدا دی چې وروسته له يوې مياشتې ولږې او تږې نه په درې ورځو کې د ملا صيب بېرته لس کيلو وزن ډير شوی وي ِ

دا يو شعر هم دی چې وايي :

اختر دی بختور دی
د ملا په کور کې چورګوړی خېټور دی

نو د ملاصيب خو به اختر بختور وي ، خو خدای دې د هغو خلګو اختر هم بختور کړي چې د کثافتونو په امبارونو کې ځانته د ماښام ډوډۍ لټوي ِ

امين

_________________
خاندۍ ـ خاندۍ خندا تاسو سره زېب کا
کوشان پرېږدئ چې کړي تويې د زړه وينې
اوښکې وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمګينې

ليکنهد ليکنې نېټه: نهې، ستمبر 30, 2008 10:07 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
جانان ګل
Administrator
Administrator


غړيتوب: 26 مئ 2007
ليکنې: 2689
ځائې: اټک ، پاکستان
ستاسو دې هم مبارک وي کوچنے اختر... تاسو ډيرو ملګرو خو به نن يعني د نهې په ورځ اختر لمانځلے وي خو مونږ څخه صبا يعني د شورو په ورځ اختر دے.... الله تعالٰي دې دټولو مسلمانانو روژې، تراوېځ، مونځونه او عبادتونه قبول کړي .. آمين.
_________________
چې دستار تړي هــــــزار دي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د دستار سړي په شمار دي ((خوشحال بابا))

ليکنهد ليکنې نېټه: نهې، ستمبر 30, 2008 12:02 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
شوقدري
شړل شوے Banned

غړيتوب: 04 جون 2008
ليکنې: 254
زما له خوا دی هم تاسو ټولو ته ورکوټی اختر مبارک وي،
عبادتونه او خوارۍ مو قبولی شه

حقیقي اختر به مو هغه وي چې په دی نړۍ پښتون
قوم تر نورو ټولو قومونو له هرې نګاه نه ځلانده ووينو.
دهغی ورځي په آرمان

ليکنهد ليکنې نېټه: نهې، ستمبر 30, 2008 6:06 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
سیلاب
روان
روان

غړيتوب: 25 مارچ 2008
ليکنې: 58
اوخکې خور او باقي د حجرې ټولو يارانو ته دزړۀ لۀ تله د بختور کمکي اختر مبارکي ؤرکوم، پدې مناسبت مې د خپل يو ټوکي انډيوال بيته راياد شوه :

زما ئې د چا پۀ اختر سۀ دي، زۀ خو کالي نلرم

حمام له سۀ کوم چې درومه، زۀ خو نالي* نلرم



خو چې سنجيده اوايم نو د فيروزخان بيته مې خؤخه شوه او خپل

غږ اورسره غبرګؤم او وايم ٍ‌‌‌آمين :



د فيروز د زړۀ ارمان دې خدای پوره کړي

بس چې امن شي نصيب د هر بشر



واه جي، واه !



*ناليانې - يو قسم ته د لرګو نه جوړې سپلۍچې پۀ حمام کې په خپوکيږي

ليکنهد ليکنې نېټه: شورو، اکتوبر 01, 2008 3:54 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
شهرام خان
ځــــغــــلــنــد
ځــــغــــلــنــد


غړيتوب: 23 جولائ 2007
ليکنې: 362
زه به د آختر مبارکي درکړم ټولو پښتنو ته خو دا هم وايم

دا اختر د چا اختر دے ، دلته جوړ خو ډير لوي شر دے
د پښتون کورونه سوزي، که د سمے که د غر دے

که عرب که فرنګے دے ، ټول خوشحال په خپل وطن دي
پښتانه يي ټول تباه کړل ، که د لردے که د بر دے

رور په رور باندے ګذار کړي هيڅ ترس نه لري په زره کښې
په دے ولې نه پوهيږي ، چه په غولو باند سر دے

برايټون خان

_________________
نه پنجابے نه ځه تاجک نه فارسيبان غواړمه
د پښتونخوا د پښتنو پښتونستان غواړمه

برايټون لالا

ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه، اکتوبر 03, 2008 10:03 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ بريښناليک اولېږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
جانان ګل
Administrator
Administrator


غړيتوب: 26 مئ 2007
ليکنې: 2689
ځائې: اټک ، پاکستان
شهرام لالا ستا دې هم مبارک وي اختر.. او شعرونه مو ملغلرې دي... کاش چې پښتنا هم په خپلې ګټې او تاوان پوهه شي Crying or Very sad
_________________
چې دستار تړي هــــــزار دي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د دستار سړي په شمار دي ((خوشحال بابا))

ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه، اکتوبر 03, 2008 12:19 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
سم اندوال
شړل شوے Banned

غړيتوب: 29 مئ 2008
ليکنې: 259

په خپل ورور باندے ګذار کړي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰طالب لر دی او که بر دی

خپلې پښې وهي په تورو
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ترې ورک شوی عقل و سر دی

دوی د چا ډول ته ګډیږي ؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ داد چا بیم او منتر دی؟

ټول وطن مو یرغمل شو
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ د طالب دغه هنر دی

که په خود شي دا بیسده
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰هغه ورځ زمونږ اختر دی

چې د سولې غږ کړي پورته
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا اختر بیا بختور دی


ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه، اکتوبر 03, 2008 10:12 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
ايلم
خـــــــــــاپـــــوړن
خـــــــــــاپـــــوړن

غړيتوب: 25 اګست 2008
ليکنې: 38
ګرانو مسلمانانو پښتنو ملګرو ..
د سوات د سيمي نه د اختر مبارکي وړاندي کوم ..
الله مو روژي او عبادتونه قبول که او داسي په زرګونو اخترونه د خوشحالو او سوکالۍ سره مو نصيب شه.

د سوات اختر پښتنو داسي نماځلې :
چې وطن ماتم ماتم وي
او په هر يو کور کې غم وي
چې بارود وي تر اسمانه
او د زمکې لاندي بم وي
چې په شونډه بس ژړا وي
سترګي هم ډکې د نم وي
چې د ګلو په موسم کې
د ګولو ډزو موسم وې
باجوړ وزيرستان کې
هم په سوات او په خيبر کې
نو ځه به داسي اختر څه کړم
چې بچي مي قتل کيږي
مور او پلار مي جوبل کيږي
سر سجدې له چې ټيټيږي
پرې بمونه راوريږي
ربه کله به سحر شي !
چې زما غريب اختر شي
..


د سوات کافر (فضل الله) او د هغه هندو ملګرې (شاډورا) په FM ريډيو د قتل او سټ د لورې حلالوې رنګارنګ طريقې د مسخرو په ډول پښتنو ته غږوي چي ټول اولس ئي داسي دم پخت کړې وي لکه په سرونو ئي مارغان ناست وي .. دغه پښتانه مقدس جهاد له رابيدارول غواړي .. ربه ته ئي بيدار کړي او د تورې زنګ ئي د کافره طالبانو په وينو پاک کړي .. آمين اللهم آمين .

ليکنهد ليکنې نېټه: خالي، اکتوبر 04, 2008 10:10 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
ايلم
خـــــــــــاپـــــوړن
خـــــــــــاپـــــوړن

غړيتوب: 25 اګست 2008
ليکنې: 38
د سوات د سيمې نه يو غږ :

ياره تر هغي کلي ته مه راځه
څو چې خلاص د سرو ګلونو کر نه وي
خور چې پسرلې په سمه غر نه وي
ياره تر هغي کلي ته مه راځه
دلته چم په چم باندې ويرونه دي
ته به په راتلو باندي ستومانه شي
دلته ځان ځانې ده نفرتونه دي
هسي نه په مينه بدګومانه شي
لمر چي راختلې په خيبر نه وي
څو چې ملاکنډ باندي سحر نه وي
ياره تر هغي کلي ته مه راځه
دلته لا د ميني وعدې ‌هيري دي
دلته د وفا خبرې جرم دې
دلته ګلالئ په اور کې ګيرې دي
دلته د خندا خبري جرم دې
څو چې ‌اباسين په ګډا سر نه وي
ويخ چې څو د خوبه پيښور نه وي
ياره تر هغي کلي ته مه راځه
ته به ښائستونه د ځوانۍ غواړي
ځه لا خپل سنګار ته جوړه نه يمه
ته به مي د مات زړه نه مستي غواړي
ځه لا خپل اختيار ته جوړه نه يمه
جوړ چې شور د پيغلو په ګودر نه وي
روغ چې مي زخمي زخمي زګر نه وي
ياره تر هغي کلي ته مه راځه
..


دا د سوات نه بې کوره شوي پښتنو ته د زړه آواز دې.


ليکنهد ليکنې نېټه: خالي، اکتوبر 04, 2008 11:36 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
وروستۍ ليکنې اوښايئ:   ترتيبول:   
پاڼه 1 د 2 [11 پېغامونه]   پاڼې ته ورځه: 1, 2 مخکښې
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
 پورټل » سرپاڼه » بیلا بیل موضوعګانې » اومبارکي او زيري
ورټوپ کړه:  

تاسو په دې فورم کښې نوې ليکنې نشئ کولے
تاسو په دې فورم کښې د موضوعګانو ځواب نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنېنشئ تدوين کولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنې نشئ ورانولے
تاسو په دې فورم کښې په رائې شميره کښې رائې نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې اټیچمنټ نشئ لیږلے
تاسو په دې فورم کښې فائلونه نشئ ښکته کولے


Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

Forum with support of Syndicator RSS
[ Time: 0.0983s ][ Queries: 19 (0.0064s) ][ Debug on ]